د پاکستان وزیراعظم ناڅاپه عربستان ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i171372-د_پاکستان_وزیراعظم_ناڅاپه_عربستان_ته_لاړ
د پاکستان وزیراعظم د عربستان له جګپوړو چارواکو سره د کتنې پ موخه سعودي عربستان ته تلی دی.
(last modified 2026-03-12T12:39:36+00:00 )
Mar 12, 2026 17:06 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان وزیراعظم د عربستان له جګپوړو چارواکو سره د کتنې پ موخه سعودي عربستان ته تلی دی.

د فارس خبري آژانس په حواله دپارس ټوډی د خبر له مخې، محمد شهباز شریف، له وارمخکښې اعلان پرته څو ساعته مخکښې ریاض ته سفر وکړ ترڅو له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره ملاقات وکړي.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر وویل چې دغه کتنه، ډیپلماسۍ ته د اسلام آباد د ژمنوالي نښه ده او دا هیواد به هم دغه شان په سیمه کښې د شخړو د کمولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

له دې مخکښې د پاسکتان وزیراعظم په ایران باندې د امریکې په حملې نیوکه کړې او ویلي یې وو چې دا کار به د سیمې امنیت کمزوری کړي.

#افغانستان