د پاکستان دفاع وزیر: د افغان طالبانو کوربه توب، تیروتنه وه
د پاکستان دفاع وزیر د افغان کډوالو کوربه توب د خپل هیواد د تاریخ ترتولو ستره غلطي او تیروتنه وبلله.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس د خبریال په وینا لیکلي دي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي چې له طالبانو ملاتړ او «میلمه پالنه» د دې هیواد د ۷۸ کلن تاریخ ترټولو ستره تیروتنه وه او زیاته یې کړه چې اوس دغه ډله د پاکستان خلاف اقدامات کوي.
هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغان طالبان په جوماتونو حملې کوي، لمونځ کوونکي وژني او ملکي وګړي، بازارونه او مکتبونه په نښه کوي.
آصف د طالبانو ډله «ناشکره» وبلله او ویې ویل چې دغه دله په هغه هیواد حملې کوي چې څه باندې پنځوس کاله یې ورته پناه ورکړې وه.
د هغه په وینا، طالبان په خپلو ژمنو پابند نه دي او او د هغو د اجرا لپاره د ډیرو پیسو غوښتنه کوي.
د پاکستان دفاع وزیر له دې مخکښې هم ادعا کړې وه چې طالبان له سرحدي سیمو د پاکستان تحریک طالبان د غړو د ځاې پرځاې کولو په بدل کښې د لس هاو میلیونه پاکستاني روپیو غوښتنه کوي، خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.