د ایران او امریکا د موافقې  د ټینګښت د هڅو ملاتړ کوو  
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i174230-د_ایران_او_امریکا_د_موافقې_د_ټینګښت_د_هڅو_ملاتړ_کوو
د پاکستان خارجه وزیر سناتور محمد اسحاق ډار نن سهار  په یوه پیغام کې وویل:پاکستان د امریکا  او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د رامنځته شوې تفاهم  تود هرکلی  کوي.
(last modified 2026-06-15T10:35:57+00:00 )
Jun 15, 2026 15:01 Asia/Kabul
  •   د ایران او امریکا د موافقې  د ټینګښت د هڅو ملاتړ کوو  

د پاکستان خارجه وزیر سناتور محمد اسحاق ډار نن سهار  په یوه پیغام کې وویل:پاکستان د امریکا  او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د رامنځته شوې تفاهم  تود هرکلی  کوي.

ایرنا خبری آژانس  له اسلام اباده راپور ورکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکا ترمینځ د شوې هوکړې هرکلی وکړ، د پاتې موضوعګانو په اړه ئې د خبرو اترو د دوام خبر ورکړ او ټینګار ئې وکړ چې اسلام‌آباد د دغه پرمختګ د ټینګښت لپاره له هرې هڅې ملاتړ کوي.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي، سناتور محمد اسحاق ډار نن سهار  په یوه پیغام کې وویل:پاکستان د امریکا  او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د رامنځته شوې تفاهم  تود هرکلی  کوي.

هغه زیاته کړه؛دا مهم پرمختګ د دوامدارو ډیپلوماټیکو تعاملاتو قدرت  او د دوستو هېوادونو ګډ هوډ څرګندوي چې د مقابلې پر ځای ئې د خبرو اترو لاره غوره کړې ده.

اسحاق دار وویل:دغه پرمختګ نړیوالې ټولنې ته هم یو ډاډمن پیغام لېږي او نړیوالو بازارونو او نړیوال اقتصاد ته، په تیره بیا هغو پرمختیائي هېوادونو ته چې د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ له اغېزو ډېر زیانمنېږي، اړین باور او ثبات برابروي.

هغه یادونه وکړه: پاکستان په دې مودې کې له ټولو ښکېلو لورو سره فعاله اړیکه ساتلې او تل ئې د زغم، احتیاط او رغنده تعامل ملاتړ کړی دی. مونږ باور لرو چې خبرې اترې او ډیپلوماسي د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ مناسبه لار ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: مونږ د هغه باور ستاینه کوو چې د ایران او امریکا مشرانو پر پاکستان کړی دی او د هغوی ژمنتیا ستایو چې د سولې او مذاکراتو پر بنسټ د یوې پایلې د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

هغه همدارنګه د سعودي عربستان، قطر، ترکیې، مصر، ملګرو ملتو او د پاکستان د نړیوالو شریکانو له ډیپلوماټیکو هڅو مننه وکړه او وې ویل چې دغو لورو په ټوله پروسه کې نږدې همکاري کړې او د دې مهم پړاو په ترلاسه کولو کې یې مرسته کړې ده.