اسلام اباد د انقلاب اسلامي له معظم رهبر قدرونه وکړه
د پارس تودی له راپور سره سم د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې، د اسلام اباد د دولت د ورورګلویز ، مسئولانه او ژمن دریځ په قدرداني سره، د اوربند د توافق او ایران پرضد د امریکا او صهیونیستي رژیم د جګړې د پای ته رسېدو د خبرو اترو په بهیر کې د دغه هېواد د رغنده او مؤثر رول او د مذاکراتو د پایلو د تثبیت په برخه کې د مرستې په اړه ټینګار وکړ.
د پارس تودی د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سید محسن نقوي سره په لیدنه کې، د ایران د جدي ارادې په پام کې نیولو سره چې غواړي له پاکستان سره په ټولو هغو برخو کې چې د دواړو خواوو لپاره دلچسپي لري، اړیکې پراخې او ژورې کړي، د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د شته پراخو ظرفیتونو د ګټې اخیستنې اړتیا باندې ټینګار وکړ.