په کراچي کې په پوځې اډې باندې د موټربم برید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i174632-په_کراچي_کې_په_پوځې_اډې_باندې_د_موټربم_برید
د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې په کراچۍ ښار کې پر یوه پوځي اډه د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) د ټروریستي برید له امله درې امنیتي سرتېري او درې بریدګر وژل شوي دي.
(last modified 2026-06-28T09:06:35+00:00 )
Jun 28, 2026 13:29 Asia/Kabul
  • په کراچي کې په پوځې اډې باندې د موټربم برید

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې په کراچۍ ښار کې پر یوه پوځي اډه د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) د ټروریستي برید له امله درې امنیتي سرتېري او درې بریدګر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ زیاته کړې، چې یو افغان تبعه بریدګر هم، چې په دغه برید کې ټپي شوی و، چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، بریدګرو لومړی د چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر د سند رینجرز د پوځي اډې د ننوتلو په دروازه کې وچاوداوه او وروسته یې ډزې پیل کړې.

پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» هم د پاکستان د پوځ له قوله راپور ورکړی، چې دغه برید تېره ماښام شاوخوا اووه بجې ترسره شوی او مسؤلیت یې د ټي‌ټي‌پي ترهګرو یوې پوځي څانګې، جماعت الاحرار، پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستان پوځ په وینا، په دې برید کې اووه کسان، چې درې بریدګر او څلور امنیتي ځواکونه پکې شامل دي، وژل شوي او پنځه نور کسان، چې څلور پوځیان او یو بریدګر پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.