پاکستان: د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته دوام ورکوو
Aug 12, 2026 15:41 Asia/Kabul
پارس تودی- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دغه هېواد د مکې هوکړې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی او د پاتې مسئلو د حل لپاره به د مینځګړي په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه، چې اسلاماباد لا هم هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ مستقیمې او غیرمستقیمې ډیپلوماټیکې لارې فعالې وساتي او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د دوام زمینه برابره کړي.
د پاکستان خارجه وزارت همدارنګه وویل، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي په تهران کې دی او له ایراني چارواکو سره د لیدنو او خبرو اترو په موخه هلته حضور لري.