په سیمې کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې ارزښتناکې دي
د فارسي ژبې او ادبیاتو د اکاډمۍ مشر په سیمې کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان هڅې وستایلې.
د تسنیم خبري اژانس د د راپور له مخې، غلامعلي حداد عادل د «سیرت کنفرانس » په مراسمو کې، چې پرون په تهران کې د پاکستان د سفارت په نوښت او د بېلابېلو چارواکو او شخصیتونو په ګډون ترسره شول، وویل:لویدیځ د حضرت محمد (ص) سپېڅلي مقام ته په سپکاوي او د قرآن کریم په سوځولو سره دوې اساسي موخې تعقیبوي؛ لومړۍ موخه د اسلامي نړۍ د یووالي د ستنې ماتول او دویمه موخه د مسلمانانو د معنوي ودې مخنیوی دی، چې د هغوی د غوره بېلګې څېره بدنامه کړي.
هغه ټینګار وکړ: نن سبا اسلامي نړۍ د بېګناه انسانانو له وژنې او چور تالان سره مخ ده او د جنایتکارانو پر وړاندې د حق غوښتنې د غږ پورته کولو اړتیا تر بل هر وخت ډېره احساسېږي.»
حداد عادل زیاته کړه:په دغو شرایطو کې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) سیرت ته پناه وړل یو اړین او پر ځای اقدام دی.»
حداد عادل همدارنګه په تېرو میاشتو کې د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره د پاکستان د حکومت او چارواکو هڅو ته په اشارې وویل: په سیمې کې د سولې او ثبات د ټینګښت او پر ایران او اسلامي هېوادونو د جنګونو د تپل کیدا پر وړاندې د پاکستان هڅې یو مثبت او ارزښتناک ګام دی.