ګوټېرش: د ملګرو ملتونو امنیت شورا له اختلافاتو سره مخ ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i179494-ګوټېرش_د_ملګرو_ملتونو_امنیت_شورا_له_اختلافاتو_سره_مخ_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټېرش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ د اختلافاتو او واټن په منلو سره، په دې شورا کې د اصلاحاتو په اړه د پاکستان د وړاندیز ملاتړ وکړ او په ځانګړې توګه د دښمنۍ په شرایطو کې یې د هېوادونو ترمنځ د باور د بیا رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2026-10-06T11:23:01+00:00 )
Oct 06, 2026 15:50 Asia/Kabul
  • ګوټېرش: د ملګرو ملتونو امنیت شورا له اختلافاتو سره مخ ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټېرش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ د اختلافاتو او واټن په منلو سره، په دې شورا کې د اصلاحاتو په اړه د پاکستان د وړاندیز ملاتړ وکړ او په ځانګړې توګه د دښمنۍ په شرایطو کې یې د هېوادونو ترمنځ د باور د بیا رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

انتونیو ګوټېرش نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره له لیدنې وروسته، په اسلام‌اباد کې په یوه ګډه خبري غونډه کې د امنیت شورا د غړو ترمنځ د اختلافاتو په شرایطو کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه.

هغه وویل: «له بده مرغه د امنیت شورا له اختلافاتو او درز سره مخ ده، خو پاکستان د اصلاحاتو د هڅو په لومړۍ کرښه کې دی.»

ګوټېرش د منځګړیتوب په برخه کې د پاکستان اقدامات او نوښتونه مهم وبلل او ویې ویل: «د نړۍ لپاره دا مهمه ده چې د هېوادونو ترمنځ، حتی د هغو هېوادونو ترمنځ چې له یو بل سره دښمني لري، باور موجود وي او دا باور ډېر مهم  دی.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي چې پاکستان ته په رسمي سفر تللی، د دغه هېواد د  لومړي وزیر له مرستیال  او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار  سره وکتل.

 دواړو لورو د منځني ختیځ د وروستیو بدلونونو، د ایران او امریکا ترمنځ د اسلام‌اباد د تفاهم لیک او په سیمه کې د ډیپلوماسۍ د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

انتونیو ګوټېرش نن په اسلام‌اباد کې خپله لومړنۍ رسمي لیدنه د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار سره وکړه.

 

په دې خبرو کې د سولې او امنیت اړوند سیمه‌ییزې او نړیوالې موضوعګانې، د فلسطین، کشمیر، افغانستان، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د څو اړخیزتوب د راتلونکي په ګډون، وڅېړل شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کشمیر او د ګډو اوبو د تړون په اړه د خپل هېواد دریځونه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته تشریح کړل او د کشمیر د شخړې د عادلانه او سوله‌ییز حل لپاره یې د اسلام‌اباد پر غوښتنې ټینګار وکړ؛ هغه حل چې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو له مخې وي.

هغه همدارنګه د خبرو اترو او د کړکېچ د کمولو لپاره د پاکستان ډیپلوماټیکو هڅو ته، په ځانګړې توګه د امریکا او ایران ترمنځ د اسلام‌اباد د خبرو د اسانتیا لپاره د دغه هېواد هڅو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې اسلام‌اباد د اختلافاتو د حل لپاره خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته د تر ټولو اغېزمنو وسیلو په توګه ژمن دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې سازمان په فعالیتونو کې د پاکستان د ګډون او همدارنګه د خبرو اترو، منځګړیتوب او د کړکېچ د کمولو لپاره د دغه هېواد د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه وکړه.

ټاکل شوې چې ګوټېرش پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په دوام کې له ولسمشر، لومړي وزیر او د دغه هېواد د پوځ له قوماندان سره جلا جلا لیدنې وکړي.