د پاکستان پولیسو د سړکونو د بندوونکو کانټینرونو دغونډولو امر وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i179924-د_پاکستان_پولیسو_د_سړکونو_د_بندوونکو_کانټینرونو_دغونډولو_امر_وکړ
د پاکستان پولیسو په خیبر پښتونخوا صوبې کې د ګورنر راج له پلي کېدو وروسته، پر سړکونو د کېښودل شویو کانټینرونو د غونډولو امر صادر کړ.
(last modified 2026-10-14T02:00:17+00:00 )
Oct 14, 2026 06:27 Asia/Kabul
  •  د پاکستان پولیسو د سړکونو د بندوونکو کانټینرونو دغونډولو امر وکړ

د پاکستان پولیسو په خیبر پښتونخوا صوبې کې د ګورنر راج له پلي کېدو وروسته، پر سړکونو د کېښودل شویو کانټینرونو د غونډولو امر صادر کړ.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د اسلام‌اباد پولیسو د هغو کانټینرونو د لیرې کولو امر کړی چې د پاکستان د تحریک انصاف (PTI) ګوند د پلازمېنې  په لور د د اعتراضیه لاریون د مخنیوي لپاره  پر سړکونو خواره واره وو او د ښار  زیاتره سترې لارې ئې بندې کړي وې ،ان له خیبر پختوانخواه  صوبې پنجاب صوبې  او پلازمینې اسلام اباد ته تلونکې ټوله لارې ئې تړلي  وې.

دا پرېکړه په خیبر پښتونخوا صوبې کې د «ګورنر راج » له پلي کېدو یوه ورځ وروسته شوې ده. دغه اقدام د امنیتي وضعیت له بدلون سره هم‌مهاله ترسره شوی، چې په پایلې کې یې د پولیسو د مرستندویه ځواکونو د بېرته ستنولو او د لنډمهالو خنډونو، چې ۱۰۷۷ کانټینرونه هم پکې شامل وو، د لیرې کولو زمینه برابره شوې ده.

پاکستانيو چارواکو همدارنګه پرېکړه کړې چې هغه مرستندویه پولیس ځواکونه، چې د سیمه‌ییزو پولیسو د ملاتړ لپاره وربلل شوي وو، په درو پړاوونو کې خپلو اړوندو سیمو ته بېرته ولېږي.

خو د بلواوو د کنټرول ځواکونه به تر بلې خبرتیا پورې د اسلام‌اباد او پنډۍ په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې   ۲۴ ساعته پاتې شي.

وروسته له دې  چې د تحریک انصاف ګوند فیدرالي پلازمېنې ته د اعتراضه لاریون د ترسره کولو اعلان وکړ، د سیمه‌ییزو پولیسو د مرستې لپاره له ۲۹ زرو څخه ډېر پولیس په اټک، کابو  ۲۲ زره په اسلام‌اباد او له پنځو زرو څخه ډېر په  پنډۍ کې ځای پر ځای شوي وو.

د پولیسو سرچینو ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د صوبائي حکومت له ختمیدا او د بېړني حالت له پلي کېدو وروسته، وضعیت بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی او مرستندویه پولیس ځواکونه به خپلو سیمو ته بېرته ولېږدول شي.

سره له دې، د پولیسو لوړپوړو قوماندانانو ته امر شوی چې د ځواکونو د بېرته ستنېدو د بهیر تر بشپړېدو پورې دې د امنیت کچه او عملیاتي چمتووالی پر خپل ځای وساتي.