پاکستان په افغانستان کښې نیابتی جګړه پرمخ بیایی
په ملګرو ملتو، افغانستان او عراق کښې د امریکا پخوانی سفیر وویل چې پاکستان د افغانستان په وړاندې نیابتی جګړه پرمخ بیایی څو پر دغه هیواد خپل نفوذ تضمین کړی.
په ملګرو ملتو، افغانستان او عراق کښې د امریکا پخوانی سفیر وویل چې پاکستان د افغانستان په وړاندې نیابتی جګړه پرمخ بیایی څو پر دغه هیواد خپل نفوذ تضمین کړی.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، زلمی خلیل زاد وویل: په افغانستان کښې نیابتی جګړې، د افغانستان پوځ او عامه خلک له ګواښونو سره مخامخ کړی دی.
هغه همداراز پاکستان پر دوه رنګه لوبې تورن کړ چې له یوې خوا ښایی، د امریکا ملګری دی او له بلې خوا له طالبانو او د حقانی ترهګری ډلې ملاتړ کوی.
خلیل زاد زیاته کړه: اسلام آباد د ترهګرۍ پلوۍ دی او په دې کښې هیڅ شک نشته چې د پاکستان پوځ او د دغه هیواد اطلاعاتی سازمان له حقانی ډلې ملاتړ کوی.
د خلیل زاد په وینا، پاکستان په دې لټه کښې دی چې د افغانستان حکومت نسکور کړی او امریکا باید پر پاکستان خپلې ټولې مرستې بندې کړی او اسلام آباد په اقتصادی بندیزونو وګواښی.