د پاکستان او منګولیا اړیکې پراخیږی.
Jul 18, 2016 01:23 Asia/Kabul
پاکستان او مغولستان خپلې اړیکې زیاتوی.
د سما ټی وی چینل د راپور له مخې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز او د منګولیا خارجه وزیر پور سورن د دغه هیواد په پلازمینه اولان باتور کې موافقه وکړه چې په اقتصادی، تجارتی ، تعلیمی او فرهنګی برخو کې خپلې ملګرتیاوې زیاتې کړی.
دواړو لورو همداراز موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو د خلکو تر مینځ د اړیکو د زیاتولو لپاره لازمه زمینه برابره کړی.
سرتاج عزیز په دغه کتنه کې ووییل چې پاکستان او منګولیا کولی شی د کرهڼې او مالدارۍ، سلامتیا ، ساینس او ټیکنالوجۍ، او د انسانی سرچینو د پراختیا په زمینه کې ملګرتیا وکړی.