د هند د واکمن ګوند مشر پاکستان ته خبردارې ورکړ
Jan 08, 2017 02:31 Asia/Kabul
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم امیت شاه خبردارې ورکړ که پاکستان له ترهه ګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړی نو ډلی به ورته مناسب ځواب ورکړی . د بهارتیه جنتا پارټۍ مشر همداراز ویلی دی چی پاکستان دې له نیابتی جنګونو لاس واخلی .
دا په داسې حال کې دی چی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د هندوستان دولت او مشران یې د خپلو داخلو مشکلاتو په دلیل د افکارو د غړولو لپاره داسې څرګندونې کوی .
د کشمیر د مسلې پرسر پاکستان او هندوستان ترمینځ تاوتریخوالې په وروستیو میاشتو کې زیات شوی دی په دې ډول چی د دواړو هیوادونو چارواکی په لوړه سویه یوه بل ته خبرداری ورکوی چی اندیښمنونکی پایلې لری .
ټیګونه