هند د خپل جاسوس د ژوند په سر پاکستان ته خبردارئ ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44976-هند_د_خپل_جاسوس_د_ژوند_په_سر_پاکستان_ته_خبردارئ_ورکړ
د هندی رسنیو د راپور په اساس، د هند حکومت پاکستان ته خبردارئ ورکړ چې که هندی تبعه کلبوشن یادیو ته یې د مرګ سزا ورکړه، پاکستان به یې سختې پایلې ووینی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2017 01:09 Asia/Kabul
  • هند د خپل جاسوس د ژوند په سر  پاکستان  ته خبردارئ  ورکړ

د هندی رسنیو د راپور په اساس، د هند حکومت پاکستان ته خبردارئ ورکړ چې که هندی تبعه کلبوشن یادیو ته یې د مرګ سزا ورکړه، پاکستان به یې سختې پایلې ووینی.

د  پاکستان  یوې  پوځی محکمې  د اپریل  په لسمه، کلبوشن  یادیو ته  د مرګ سزا واوروله.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشمه سواراج  د پاکستانۍ محکمې له خوا د هندی  تبعه  محاکمه  غیر عادلانه وګڼله او ویې ویل چې که پاکستان داسې څه وکړی چې د کلبوشن  ژوند ته خطر وړاندې کړی، هند به  ډیر مخکښې لاړ شی.‌

سوشمه وویل: زه د پاکستان حکومت ته خبردارئ ورکوم چې که په دې موضوع کښې مخکښې ځی، زمونږ  د دوه اړخیزو اړیکو پایلې دې  په  پام کښې  ونیسی.‌

پاکستان وایی چې هندی تبعه کلبوشن ‌په پاکستان کښې استخباراتی فعالیتونه کول، په داسې حال کښې چې د هند د کورنیو چارو وزیر راجنت سنګ  وایی  چې کلبوشن  یو سوداګر  دی او له ایران سره یې سوداګریزې چارې  پرمخ  بوولې  چې  پاکستانی امنیتی ځواکونو وتښتاوه.‌