د پاکستان داخله وزیر د سیاسي مخالفانو په دروغو ژمنو نیوکه وکړه
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د حکومت د مخالفانو په سیاسي او دروغجنو ادعاو نیوکه وکړه.
د ایکسپریس ټریبیون د رپورټ له مخې چودري نثار علي خان روالپنډۍ ته څیرمه د چکري سیمې د خلکو په ټول کښې د ملي ګټو د ساتنې لپاره په کلک هوډ باندې په ټینګار سره لمسونکي سیاستونه په هیواد کښې د پراختیا د بهیر د بندولو لپاره یو خنډ وباله.
هغه زیاته کړه: کوم کسان چې په پاکستان کښې د فساد او کرپشن ریکارډونه لري همهغوي په هیواد کښې د بدلونونو شعار ورکوي.
چوردي نثار علیخان وویل: سیاستوالان د مینځ تشو شعارونو په ژمنو سره خلک غولوي.
د ویلو ده چې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف د ځانګړي مرستیال طارق فاطمي په ګوښه کیدو سره د دغه هیواد د حکومت او پوځ ترمینځ د سیاستوالانو لخوا د پټو معلوماتو د ایشوا کیدو په سر اختلافات همهغه شان باقي پاتې دي.