پاکستان ته د یمن خلاف سعودي ائتلاف کښې شاملیدل نه وو پکار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47878-پاکستان_ته_د_یمن_خلاف_سعودي_ائتلاف_کښې_شاملیدل_نه_وو_پکار
د پاکستان پخواني ولسمشر د یمن خلاف د آل سعود په جوړ کړي ائتلاف کښې د پاکستان په شاملیدو باندې په نیوکې سره دا کار د یوې غلطې فیصلې نتیجه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2017 11:14 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د یمن خلاف سعودي ائتلاف کښې شاملیدل نه وو پکار

د پاکستان پخواني ولسمشر د یمن خلاف د آل سعود په جوړ کړي ائتلاف کښې د پاکستان په شاملیدو باندې په نیوکې سره دا کار د یوې غلطې فیصلې نتیجه وبلله.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف پرون د یمن خلاف آل سعود د جوړ کړي ائتلاف د قومندې لپاره د دغه هیواد د پوځ د متقاعد مشر راحیل شریف د غوره کیدو په غبرګون کښې وویل: د دې ائتلاف اجرايي سیاست ډیر مبهم او شکمن دی.

پرویز مشرف زیاته کړه چې راحیل شریف ته پکار و چې د آل سعود د جوړ کړي ائتلاف د مشرۍ له قبلولو مخکښې یې ۱۰۰ ځلې سوچ او فکر کړی وی.

له دې مخکښې د پاکستان د پوځ یو بل پخواني قومندان میرزا اسلم بیګ هم د یمن ضده سعودي ائتلاف د قومندانۍ لپاره د ریټایرډ جنرل راحیل شریف د غوره کیدو په غبرګون کښې ویلي وو چې هغه د سعودي ریالونو او ډالرو په طمعه او لالچ کښې دې ذلت ته غاړه ایښې ده.

د پاکستان د سني اتحاد کونسل او تحریک انصاف په شمول د دغه هیواد ډیرو ګوندونو او خلکو هم په دغه ائتلاف کښې د راحیل شریف له شاملیدو خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.