پاکستان دې سمدستي د عربستان له یمن ضده ائتلافه ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i49630-پاکستان_دې_سمدستي_د_عربستان_له_یمن_ضده_ائتلافه_ووځي
د پاکستان د پارلیمان نمایندګانو او ځینو سیاسي او پوهنتوني شخصتونو د یمن خلاف د عربستان له جوړ کړي پوځي ائتلافه د خپل هیواد په بشپړې وتنې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2017 14:44 Asia/Kabul
  • پاکستان دې سمدستي د عربستان له یمن ضده ائتلافه ووځي

د پاکستان د پارلیمان نمایندګانو او ځینو سیاسي او پوهنتوني شخصتونو د یمن خلاف د عربستان له جوړ کړي پوځي ائتلافه د خپل هیواد په بشپړې وتنې ټینګار وکړ.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د قومي اسمبلۍ او د دغه هیواد د سیاسي ګوندونو ځینو استازو د اسلام آباد له حکومته وغوښتل چې د یمن خلاف د عربستان له پوځي ائتلاف څخه ووځي.

د پاکستان د پارلیمان استازې شیرین مزاري د دغه ارګان په غونډه کښې وویل: پاکستان دې زرترزره د عربستان له یمن ضده پوځي ائتلافه ووځي ګني له ډیرو ستونزو سره به مخ شي.

د پاکستان د سني اتحاد مشر حامد رضا هم د آل سعود په جوړ کړي ائتلاف کښې د شتون په هکله د پاکستان د حکومت پریکړه د دغه هیواد د ۷۵ فیصده خلکو د نظر خلاف وبلله.