امریکا او صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې د داعش ملاتړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i49634-امریکا_او_صهیونیسټ_رژیم_په_سیمه_کښې_د_داعش_ملاتړي_دي
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي د کربلا د ترهګرې چاودنې په غندلو سره امریکا او صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلې ملاتړي وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2017 15:00 Asia/Kabul
  • امریکا او صهیونیسټ رژیم په سیمه کښې د داعش ملاتړي دي

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي د کربلا د ترهګرې چاودنې په غندلو سره امریکا او صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلې ملاتړي وبلل.

علامه راجا ناصر عباس جعفري نن د عراق په کربلا او بابل ښارونو کښې د وروستیو ترهګرو چاودونو په غبرګون کښې وویل: امریکا او صهیونیسټ رژیم د داعش ترهګرې ډلې د جنایتونو ملاتړ کوي او دغه ډله د اسلامي هیوادونو د حالاتو د خرابولو لپاره استعمالوي.

هغه زیاته کړه: هغه هیوادونه او کسان چې د داعش د ترهګرو عملیاتو او د بیګناه خلکو د وژلې په وړاندې یې خوله ګنډلې ده، پوه دې شي چې دا اور به یوه ورځ خپله د دوي په لمن ولګي.

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي وویل چې د داعش شتون نه یوازې د اسلامي هیوادونو بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره خطرناک دی نو په دې وجه ټولو هیوادونو له پکار دي چې د دغې ډلې د نابودولو هڅه وکړي.

د عراق په کربلا او بابِل نومې ښارونو کښې په پرونیو ترهګرو چاودونو کښې لږترلږه دیرش عراقیان وژل شوي او ۴۸ نور زخميان شوي دي.