کلبهوشن یادیو دپاکستان دپوځ له مشر دبخښنې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50626-کلبهوشن_یادیو_دپاکستان_دپوځ_له_مشر_دبخښنې_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی پاکستان وویل دهند دسمندری ځواک لوړرتبه افسر کلبهوشن یادیو چې دجاسوسۍ په تور په پاکستان کښې نیول شوی او په اعدام محکوم شوی دی دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا څخه د بخښنې غوښتنه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2017 00:56 Asia/Kabul
  • هندوستان وايي چې په پاکستان کښې نیول شوی ښاریز کلبهوشن یادیو جاسوس نه دی
    هندوستان وايي چې په پاکستان کښې نیول شوی ښاریز کلبهوشن یادیو جاسوس نه دی

ایرنا خبری اژانس راپور راکړی پاکستان وویل دهند دسمندری ځواک لوړرتبه افسر کلبهوشن یادیو چې دجاسوسۍ په تور په پاکستان کښې نیول شوی او په اعدام محکوم شوی دی دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا څخه د بخښنې غوښتنه کړی ده .

دپاکستان پوځ پرون وویل چې دهندوستان نیول شوی ښاریز کلبهوشن یادیو په پاکستان کښې په جاسوسۍ اقداماتو، ترهګرۍ او ورانکارو چارو کښې په لاس لرلو اعتراف کړی دی او دترهګرو حملو په خاطر  چې د بې ګناه خلکو د وژل کیدا او ژوبلیدا او د ډیرو تاوانونو درسیدا سبب شوی دی خواشینۍ څرګنده کړی ده .

دهندوستان نیول شوی ښاریز کلبهوشن یادیو له دې مخکې دپاکستان له پوځی محکمې دبخښنې غوښتنه کړی وه  خو غوښتنه یې  ونه منل شوه .

دپاکستان دقانون پراساس په داسې بڼه کښې چې دپوځ مشر دمجرم دبخښنې له غوښتنې سره مخالفت وکړی نو مجرم سړی په نهایت کښې له ولسمشر څخه دبخښنې غوښتنه کولای شی .

هندوستان وایی چې په پاکستان کښې نیول شوی ښاریز کلبهوشن یادیو جاسوس نه دی خو پاکستان وایی چې هغه جاسوس دی او په دغه هیواد کښې یې په ترهګرو اقداماتو او دجاسوسۍ په کارونو کښې لاس لرلی دی .