په پاکستان کښې درې ورځې عمومي ویر اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50682-په_پاکستان_کښې_درې_ورځې_عمومي_ویر_اعلان_شو
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي د پاړه چنار د چاودنو په غندلو سره، په دغه ټول هیواد کښې درې ورځې عمومي ویر اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2017 08:49 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې درې ورځې عمومي ویر اعلان شو

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي د پاړه چنار د چاودنو په غندلو سره، په دغه ټول هیواد کښې درې ورځې عمومي ویر اعلان کړ.

علامه راجا ناصر عباس جعفري د پاکستان له خلکو وغوښتل چې د وړوکي اختر په ورځ د ترهګرو په جنایتونو باندې په اعتراض کښې پر خپلو مټونو د تورو پټیو په تړلو سره د اختر په لمانځه کښې ګډون وکړي.

هغه وویل چې د پاکستان خلک د پاړه چنار ښار د شیعیانو په وژله کښې د تکفیري او وهابي ډلو د انساني ضده جنایتونو په اعتراض کښې نن مظاهرې کوي.

د ویلو ده چې د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار ښار په یو بازار کښې پرون مازیګر په شویو دوو ترهګرو چاودنو کښې کابو پنځوس تنه شهیدان او په لس هاو زخمي شوي وو.