پاکستان یوځل بیا پر افغانستان توغندوي بریدونه پيل کړل
Jul 04, 2017 03:09 Asia/Kabul
د افغانستان په ختیځ باندې د پاکستان توغندوي حملې یوځل بیا پيل شوې.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان په ختیځ کښې د کنړ د والي ویاند محمد غني مصمم وویل چې د پاکستان پوځ له وړمې ورځې راهیسې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ خپلې توغندوي حملې یوځل بیا پيل کړې دي.
همداشان د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش هم مدعي شوی چې له وړمې ورځې راهیسې په سرکاڼو ولسوالۍ کابو درې سوه توغندي لګیدلي دي.
د پاکستان لخوا د افغانستان پر ختیځو سیمو د دغو میزایل حملو د احتمالي مرګ ژوبلې او نور تاوان په هکله لا کوم رپورټ نه دی خپور شوی.
ټیګونه