امریکايي سینیټر د پاکستان د جنوبي وزیرستان کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51314-امریکايي_سینیټر_د_پاکستان_د_جنوبي_وزیرستان_کتنه_وکړه
مک کین همداشان د کشمیر د کنټرول لاین د لیدو نیت هم درلود خو د موسم د خرابوالي په وجه دغه سفر ونه شو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 04, 2017 03:12 Asia/Kabul
  • امریکايي سینیټر د پاکستان د جنوبي وزیرستان کتنه وکړه

مک کین همداشان د کشمیر د کنټرول لاین د لیدو نیت هم درلود خو د موسم د خرابوالي په وجه دغه سفر ونه شو.

د امریکې د سینیټ د وسله والو ځواکونو د کمیټې مشر د پاکستان د پوځ له قومندان سره یوځاې د دغه هیواد په خیبرپښتونخوا صوبه کښې د جنوبي وزیرستان کتنه وکړه.

د سینیټر جان مک کین په مشرۍ د امریکې د سینیټ د وسله والو ځواکونو د کمیټې یو پلاوي پرون د پاکستان د پوځ د قومندان قمر جاوید باجوا په ملتیا په جنوبي وزیرستان کښې د ترهګرۍ خلاف د دغه هیواد د عملیاتو د سیمې هوايي کتنه وکړه.

دا په تیر یو کال کښې د پاکستان خیبرپښتونخوا صوبې ته د جان مک کین دویم سفر دی. هغه د تیر کال په جولایۍ میاشت کښې هم د امریکې د سنا د یو پلاوي په ملتیا د شمالي وزیرستان کتنه کړې وه.

مک کین همداشان د کشمیر د کنټرول لاین د لیدو نیت هم درلود خو د موسم د خرابوالي په وجه دغه سفر ونه شو.

مک کین وړمه ورځ پاکستان ته تللی او د په بهرنیو چارو کښې د دغه هیواد د وزیراعظم له سلاکار سرتاج عزیز سره یې هم کتلي دي.

ټاکل شوې چې د امریکې د سینیټ د وسله والو ځواکونو د کمیټې مشر نن افغانستان ته لاړ شي.