پاکستانی پولیسو له یوه افغان سره ۲۳ پاسپورتونه نیولی
Jul 08, 2017 09:57 Asia/Kabul
د اسلام اباد نړیوال هوائی ډګر پولیسو له یوه افغان ښاریزه چې له اسلام اباده کابل ته روان ؤ، ۲۳ پاسپورتونه نېولی دی.
د نن ټکی آسیا د رپوټ له مخې د پاکستان پائېتخت اسلام اباد هوایی ډګر مسوولینو ویلی چې پر دغو پاسپورتونو چې د جاپان ویزې لګیدلې دی ۲۲ یې د افغان چارواکو او ۱ یې هم د عام افغان دے.
راپور زیاته کړې چې عظیم الله نومې افغان د څارګرې ادارې په لارښونه پولیسو نېولې ده او د نورو څېړنو لپاره د پاکستان مرکزی څېړنیزې ایجنسۍ ته په لاس ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ پاکستانی رسنیو خبر ورکړ چې د اسلام اباد هوایی ډګر دوه افغانې جنسی ځورولی دی.
تر هغه وروسته چې په رسنیو کې دغه قضیه خپره شوه، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مسوول چارواکی له دندې ګوښه کړ او د هغه د نېولو امر یې وکړ.
ټیګونه