د افغان مېرمنې په جنسی ځورونې تورن پاکستانى افسر خوشې شو
د پاکستان د پلټنو د وفاقی ادارې هغه چارواکى، چې د افغان مېرمنې په جنسی ځورونې تورن و، خوشې شوى دى.
دې پاکستانی افسر یوه افغان مېرمن له دې لامله پنځه ساعته په خپل بند کې ساتلې وه، چې د هوټل شمېره ورسره نه وه. د نوموړې په وېنا، وروسته له پنځو ساعتو یې د هغې خور بهر ولېږله او دا یې جنسی وځوروله.
وروسته له هغې چې افغان مېرمنې پولیسو ته درخواست وکړ، یاد افسر ونیول شو، خو اوس د پاکستان د پلټنو د وفاقی ادارې دغه افسر خوشې شوى دى.
د پنجاب پولیس وایی، چې د دوى کار د دې افسر نیول او محکمې ته وړاندې کول و، چې هغه دوى وکړ، اوس دغه افسر عدالت خوشې کړى دى.
په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر زردشت شمس د پاکستان له بهرنیو چارو وزارته غوښتی، چې د دې پېښې د پلټنو په لړ کې د پورته کړل شوو ګامونو په اړه تفصیلات ورکړی.
نوموړى وایی چې کله ورته معلومات ورکړل شو، نو له هغې وروسته به یې له رسنیو سره شریک کړی، خو دا یې نه دی ویلی چې دا تفصیلات به کله ورکول کېږی.