پاکستان پرضد دباونو ته یوه کتنه
د تهران د پښتو رادیو له راپور سره سم پاکستان چی د ترهه ګرۍ قربانی دې او هر وخت پکې بیګناه خلک هدف ګرځی د ښځو او ماشومانو په شمول پکې په لسګونو او سلګونو ملکیان وژل کیږی ، پخپله هم د طالبانو او حقانی شبکې په شمول له ترهه ګرو په ملاتړ تورن دې
. که څه هم دغه تورونه کلونه کیږی چی په پاکستان په تیره بیا له افغان دولت لخوا لګول کیږی خو په دې وروستیو کې په بې مخنیې توګه د افغان دولت او امریکا لخوا دغه تورونه په پاکستان لګول کیږی . که له یوه پلوه افغان دولت او د افغانستان دواړه پارلیمانونو لخوا پاکستان پرضد د جدی اقداماتو غوښتنه کیږی له بل لوری اوس د امریکا دولت هم پاکستان دا تور لګوی .
د امریکا دفاع وزارت څه موده مخکې په یوه راپور کې ویلی دی تر هغه وخته چی د طالبانو مشران او حقانی شبکه او د هغو روزنیز مرکزونه په پاکستان کې موجود وی او دغه هیواد له هغو خپل ملاتړ ختم نکړی په افغانستان کې به جنګ ختم نشی . ټرمپ نه یوازې د افغانستان په ارتباط بلکې د هندوستان په ارتباط هم په پاکستان دباو اچولی دی ، هغه اعلامیه چی واشنګټن ته د هند لومړی وزیر مودی د سفر په پاې کې خپره شوی وه ، پکې د هند دولت ته د ټرمپ حکومت ګروهنه په بشپړه څرګنده وه او په مقابل کې یې له اسلام اباد غوښتی وو چی اجازه ورنکړی مځکه یې د نورو هیوادونو پرضد د ترهه ګرو حملو لپاره وکارول شی او له اسلام اباده غوښتل شوی وو هغه کسان چی په ۲۰۰۸ میلادی کال کې د ممبی او پټان کوټ په حملو کې یې لاس درلوده ، محاکمه کړی . د ټرمپ په حکومت سربیره خینې شخصیتونه هم د ټرمپ دولت ته سپارښتنه کوی چی پاکستان په وړاندې خپل سیاست بدل کړی . متقاعد ډګروال لاورینس سیلن د امریکا په هغو شخصیتونو کې شامل دې چی په ډیلی کالر ورځپاڼه کې یې په یوه مطلب کې لیکلی وو تر هغه وخته چی پاکستان د حقانی شبکې په شمول د نورو ترهه ګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی امریکا به د افغانستان په جنګ کې بریالی نشی . په دې اساس هغه د پاکستان له بیلتون غواړو د امریکا د ملاتړ غوښتنه کړی ده . همداراز په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقانی هم له نیویارک ټایمز ورځپاڼي سره په مرکه کې ټرمپ ته سپارښتنه کړی ده چی که په افغانستان د جنګ د ختمولو غوښتونکې وی نو پاکستان پرضد سخت سیاست غوره کړی . د حسین حقانی په وینا پاکستان په دې پلمه چی کوندی هند په افغانستان کې نفوذ لری او اندیښمن دې ، له طالبانو ملاتړ کوی ، د امریکا او افغانستان په دغو دباونو پسې پاکستان هم د لومړی وزیر نواز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د افغان دولت د دغو تورونو د ردولو په ترڅ کې له افغان دولت وغوښتل د نورو د تورونولو پر ځای په درست هیواد کې خپل حاکمیت عملی کړی ، د پاکستان د ملی امنیت د شورا په بیانیه کې راغلی دی د افغانستان د خاورې ۴۰ فیصده د طالبانو په کنټرول کې ده ، امریکا او افغانستان د خپلې دغې ناکامۍ پړه د پاکستان په غاړه اچوی .
تهران راډیو په دې باره کې د تیلی فون په لیکه د پاکستان د تکړه حقوق پوه او نیشنل عوامی پارټۍ د یوه مشر لطیف افریدی نظر وغوښته چی هغه په ځواب کې وویل له حقانی ډلې او طالبانو د پاکستان ملاتړ روښانه او ښکاره دې او د دغو ډلو مشران په څرګنده د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې شتون او فعالیت لری . ښاغلی لطیف افریدی زیاته کړه امریکا هم له ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې د پاکستان له لاسوهنو خبره ده خو ګومان یې کاوه چی کیدلې شی سم شی یا هم بله کیسه وه خو د ټرمپ وروستی دباونه ښی چی امریکا دې ځل جدی ده او که پاکستان خپل سیاست چی د ترهه ګرۍ په اساس سیسټمټیک شوی ، څنګته نکړی ممکنه دغه هیواد له پوځی ، سیاسی او اقتصادی پلوه جدی تاوانونه ورسی . لطیف افریدی زیاته کړه چی د پاکستان منتخب حکومت د افغانستان د مسلې په ارتباط هیڅ واک نلری ، بلکې اصلی اختیار د پوځ په لاس کې دې . هغه همداراز هغو ترهه ګرو حملو ته په اشارې سره چی په پاکستان کې ترسره کیږی هم وویل دغه حملې هم د پاکستان د ترهه ګرو لخوا چی زیاتره فرقه پالې دی د پاکستان د ای ایس ای لخوا هدایت کیږی تر څو وښی چی پاکستان پخپله هم د ترهه ګرۍ قربانی دی . خو په هالینډ کې میشت د افغانستان پخواین جهادی مشر حاجی محمد امین فروتن د ټیلی فون په لیکه مونږ ته وویل په عملی توګه امریکا لخوا په پاکستان هیڅ دباو نه اچول کیږی بلکې دا هیواد د انګلستان او امریکا په ملاتړ هماغه راز په افغانستان کې خپل جنګی سیاست ته دوام ورکوی او دا په پاکستان د دباو شور ماشور هم یوازې تبلیغاتی اړخ لری تر څو عمومی افکار قانع کړی .
عاشق حسین طوری