پاکستان یوځل بیا د هندوستان شاذدافیر وروباله
پاکستان د هندي پوځیانو په حمله کښې د خپلو پنځو ښاریزو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د هندوستان مرستیال شازدافیر په دویم ځل وروغوښته.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د جی، پي، سنګ په احضارولو سره د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند د خلاف ورزۍ په دوام او د پاکستاني ښاریزو په وژل کیدو اعتراض وکړ.
دغه پنځه پاکستاني ملکیان پرون د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندي پوځیانو د هاوان د څو مرمیو د لګیدو په وجه وژل شوي او پنځه تنه نور هم زخمي شوي وو.
په پاکستان کښې د هند د سفارت مرستیال شازدافیر هم وویل چې د اسلام آباد اعتراض به د هندوستان حکومت ته ابلاغ کړي.
د ویلو ده چې هندوستان او پاکستان تل یو بل د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند په خلاف ورزۍ تورنوي.
دغو دواړو هیوادنو په ۲۰۰۳ کال کښې د اوربند موافقه لاسلیک کړې خو دواړو خواو تراوسه څو ځله د دغې موافقې خلاف ورزي کړې ده.