د امریکې د جنګي تجهیزاتو ډکه کشتۍ کراچۍ بندر ته ورسیدله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51690-د_امریکې_د_جنګي_تجهیزاتو_ډکه_کشتۍ_کراچۍ_بندر_ته_ورسیدله
په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو لپاره د دغه هیواد د پوځي تجهیزاتو ډکه کشتۍ د پاکستان کراچۍ بندر ته ورسیدله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2017 15:13 Asia/Kabul
  • د امریکې د جنګي تجهیزاتو ډکه کشتۍ کراچۍ بندر ته ورسیدله

په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو لپاره د دغه هیواد د پوځي تجهیزاتو ډکه کشتۍ د پاکستان کراچۍ بندر ته ورسیدله.

د ایرنا د خبر له مخې په افغانستان کښې د موجودو امریکايي پوځي ځواکونو لپاره د دغه هیواد د جنګي تجهیزاتو او تدارکاتو وړونکې کشتۍ د پاکستان د سویل په کراچۍ بندر کښې لنګر اچولی څو د ۶۰۰ پوځي ګاډو په شمول د هغې ستره جوپه د پاکستان له خاورې افغانستان ته منتقله شي.

د سیمې د سیاسي چارو کارپوهان باوري دي چې افغانستان ته د امریکې د پوځي تجهیزاتو، ګاډو او تدارکاتو د دې سترې جوپې لیږل ښودنه کوي چې واشنګټن په دغه هیواد کښې د اوږد شتون په لټه کښې دی.