پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي
په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د پاکستان د وکیلانو د اتحادیې مشر وویل: طالبان او داعش او حقاني ترهګرې ډلې د پاکستان له ملاتړه برخورې دي.
لطیف افریدي نن مونږ ته په یوه مرکه کښې ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان په جنګ کښې دخالت کوي او د دغه هیواد د ناامنۍ اصلي لامل دی.
هغه همداشان په دې هکله د پاکستاني چارواکو ادعا رد کړه چې ګني طالبان د دغه هیواد په خاوره کښې نشته او څرګنده یې کړه: معمولاً د طالب ډلې غړي د پاکستان په ملاتړ سره له کویټې او پيښور ښارونو افغانستان ته ځي او هلته ترهګر اقدامات کوي.
په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د پاکستان د وکیلانو د اتحادیې مشر څرګنده کړه: پاکستان نیت لري چې افغانستان د ترهګرو ډلو په ځالې بدل کړي.
لطیف افریدي همداشان زیاته کړه: امریکا په مینځني ختیځ کښې د خپلو پوځیانو د شتون لپاره مجبوره ده چې هغوي په افغانستان کښې وساتي ځکه چې له افغانستانه د هغوي د وتلو په بڼه کښې واشنګټن په سیمه کښې خپله یوه مهمه اډه له لاسه ورکوي.