د پاکستان خلکو د امریکا په خلاف مظاهرې وکړې
د اسلام آباد واټونه د امریکا د سازشي سیاستونو په خلاف د پاکستان د خلکو د مظاهرو په ډګر بدل شول .
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د اسلام اباد خلکو پرون واټونو ته په راوتلو سره د ترهه ګرۍ او د کشمیر د مسالې په شان مسایلو کې د امریکا د دوه ګوني سیاست په خلاف مظاهرې وکړې او شعارونه یې ورکړل.
مظاهره چیانو د کشمیر له خلکو سره د پیوستون د اعلان په ترڅ کې د کشمیر د خلکو په خلاف د هند د ظلم او تاوتریخوالي د ختمولو لپاره ددغه سیمې په سر د هند او پاکستان د اختلافاتو له عادلانه حل سره د مرستې لپاره د سپینې ماڼۍ په تشو وعدو اعتراض وکړ.
په دغو مظاهرو کې د خلکو د مختلفو پرګنو پر ګډون سربیره سیاسي شخصیتونو، عالمانو او د پاکستان د مختلفو ګوندونو او ډلو مشرانو هم برخه لرله .
پاکستانیان باور لري چې امریکا په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ ګرۍ او تاوتریخوالي د دودولو اصلي عامله ده .