د پاکستان خلکو د امریکا په خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51718-د_پاکستان_خلکو_د_امریکا_په_خلاف_مظاهرې_وکړې
د اسلام آباد واټونه د امریکا د سازشي  سیاستونو په خلاف د پاکستان د خلکو د مظاهرو په ډګر بدل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2017 01:46 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو د امریکا په خلاف مظاهرې وکړې

د اسلام آباد واټونه د امریکا د سازشي  سیاستونو په خلاف د پاکستان د خلکو د مظاهرو په ډګر بدل شول .

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د اسلام  اباد  خلکو پرون  واټونو ته په راوتلو سره د ترهه ګرۍ او د کشمیر د مسالې په شان مسایلو کې د امریکا د دوه ګوني سیاست په خلاف مظاهرې وکړې او شعارونه یې ورکړل.

مظاهره چیانو د کشمیر له خلکو سره د پیوستون د اعلان په ترڅ کې د  کشمیر د خلکو په خلاف د هند د ظلم او تاوتریخوالي د ختمولو لپاره  ددغه سیمې په سر د هند او پاکستان د اختلافاتو  له عادلانه حل سره د مرستې لپاره د سپینې ماڼۍ  په تشو وعدو اعتراض وکړ.

په دغو مظاهرو کې د خلکو د مختلفو پرګنو پر ګډون سربیره  سیاسي شخصیتونو، عالمانو او د پاکستان د مختلفو ګوندونو او ډلو مشرانو هم برخه لرله .

پاکستانیان باور لري چې امریکا په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ ګرۍ او تاوتریخوالي د دودولو  اصلي عامله ده .