د پاکستان عسکرو څلور هندي عسکر ووژل
Jul 10, 2017 01:48 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ وایي چې د کشمیر په کنټرول کرښه کې یې دهندي ځواکونو د حملې په ځواب کې په هغوی برید کړی څلور هندي عسکر یې وژلې او د هغوی مورچې یې له مینځه وړې دي.
د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو له خوا په خپرې شوې خبرتیا کې راغلې د پاکستان پوځ د هند په دوو مورچو برید کړی ځکه چې له دغه ځایه د جولایي په اتمه نیټه د پاکستان په خلکو برید شوی و او یوشمیر ملکي کسان پکې وژل شوې وو.
د ویلو ده چې د حزب المجاهدین دکوماندان برهان واني د وژلې دکلیزې په درشل کې هندي ځواکونو د کشمیر په کنټرول لاین کې په راولا کوټ سیمه په برید کې پينځه کسان منجمله څلور ښځې وژلې وې.
هند او پاکستان همیشه یو بل د کشمیر په کنټرول کرښه کې د اوربند په خلاف ورزۍ تورنوي.
ټیګونه