په خیبرپښتونخوا کښې د پولیو د مخنیوي ویکسینیشن روان دی
Jul 11, 2017 08:33 Asia/Kabul
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مختلفو سیمو کښې د ویکسینیشن طرحې نوی پړاو پيل شوی دی.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د شمال لویدیځ په خیبرپښتونخوا صوبې کښې د ماشومانو له ګوذڼ څخه د مخنیوي (پولیو) د ویکسین ورکولو د طرحې نوی پړاو له پرون څخه پیل شوی او درې ورځې به جاري وي.
له پولیو ناروغۍ د مخنیوي پر ټیمونو د وسله والو کسانو د حملې خطر ته په پام سره دا طرحه په سختو امنیتي تدابیرو کښې اجرا کیږي.
پاکستان د نړۍ له هغو دریو هیوادونو دی چې لاهم پکښې پولیو ناروغي موجوده ده.
پاکستاني طالبانو له دې مخکښې ویلي وو چې په دغه هیواد کښې د پولیو ناروغۍ د ختمولو د پروګرام له اجرا سره مبارزه کوي.
ټیګونه