د پاکستان ځینو وزیرانو د پاناما پیپرز د کمیټې رپورټ رد کړ
د پاکستان یوشمیر وزیرانو په پاناما پیپرز مشهور د وزیراعظم او د هغه د کورنۍ د غړو خلاف د مالي فساد د تور د دوسیې د څیړنې د کمیټې د تحقیقاتو فاینل رپورټ رد کړ.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف، د پلاننګ او پراختیا وزیر احسن اقبال او د تیلو او طبیعي زیرمو وزیر شاهد خاقان عباسي بیګا په اسلام آباد کښې یوه خبري غونډه کښې د دغې کمیټې له رپورټ سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل چې دغې کمیټې یاد رپورټ د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان تر دباو لاندې برابر کړی دی.
د ویلو ده چې د وزیراعظم او د هغه د کورنۍ د غړو خلاف د مالي فساد د تور د دوسیې د څیړنې د کمیټې په رپورټ کښې راغلي دي: په اروپايي هیوادونو کښې د جائیداد او املاکو د اخیستون او د مالي نقل و انتقال په لړ کښې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف اود هغه د اولادونو لخوا وړاندې شویو وضاحتونو د دغې کمیټې غړي نه دي قانع کړي او دغې کمیټې د نواز شریف او د هغه د اولادونو خلاف د شکایت برابرولو وړاندیز د سترې محکمې تحقیقاتي ټیم کښې مطرح کړی دی.
د پاکستان سترې محکمې پر دغې دوسیې د غور بل پړاو د راتلونکې اونۍ دوشنبې ته ځنډولی دی.