پشکالي ورښتونو ګڼ پاکستانیان وژلي دي
Jul 13, 2017 11:59 Asia/Kabul
د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د پشکالي بارانونو له امله څلویښت کسان وژل شوي دي.
له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې په تیرو دوو اونیو کښې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا پنجاب او سند صوبو کښې د پشکالي ورښتونو په وجه لږترلږه څلویښت کسان وژل شوي او لسګونه نور زخمي شوي دي او همداشان سلګونه کورونه اوبو لاندې کړي دي.
د سیلاب له امله زیاتره مرګ ژوبله په ګوجرانواله، فیصل آباد او شیخوپوره ښارونو کښې رامینځته شوې ده.
په پاکستان کښې هر کال په اوړي کښې د پشکالي بارانونو له امله سلګونه کسان سرونه بایلي.
ټیګونه