په استعفا نه ورکولو د نواز شریف تاکید
Jul 13, 2017 12:54 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف تاکید وکړ د مخالفو ګوندونو د دباو باوجود به په هیڅ ډول حالاتو کښې له خپلې عهدې څخه استعفا ورنکړم.
د اېرنا خبری اژانس د رپوت له مخې د نوازشریف په خلاف د مالی فساد تور د کېس د تحقیقاتی کمېټۍ د رپوټ له اعلانه وروسته استعفا ته د هغه مجبورولو لپاره د پاکستان د وزیراعظم د مخالفو ګوندونو د دباونو باوجود هغه نن په واضحه توګه اعلان وکړ چې استعفا نه وکوی.
محمد نواز شریف نن د کابینې په غونډه کښې وویل: د مسلم لیګ نواز څانګه له هغو کسانو څخه چې نن د هغه د استعفا غوښتونکی دی د ډېرو زیاتو رایو په ګټلو سره په اقتدار کښې راغلې ده او د هغه کسانو په غوښتنه چې د واکمن ګوند په خلاف د دسیسو په لټه کښې دی له اقتداره څنګته نه شی.
ټیګونه