د پاکستان حکومت د پاتې افغان مهاجرینو ثبت پیلوی
د پاکستان حکومت په دغه هیواد کښې د پاتې شویو افغان کډوالو د بیا ځلی ثبت هوډ لری.
نن ټکی اسیاد رپوټ له مخې ټاکل شوې چې د کابل او اسلام آباد سفارتونو په موافقه په پاکستان کښې د جولائ میاشتی په ۲۵ مه له پېښور او اسلام آباد نه د افغان کډوالو ثبت پیل او د اګست تر ۱۶ می پورې به ټول پاکستان ته وغځیږی.
د پاکستان حکومت د بې سنده افغان کډوالو د ثبت او رجسټر لپاره لا له وړاندی امادګی نیولې ، د ادارې د اټکل له مخی اوس مهال په پاکستان کښې څوارلس لکه افغان کډوال ثبت دی خو له دې سره سره بیا هم څو لکه افغان کډوال په غېر قانونی توګه هلته ژوند کوی چې زیات وختونه د امنیتی ادارو له لوری ځورول کیږی.
د پاکستان په بلوچستان ایالت ، خیبر پښتونخوا او ځینو نورو برخو کې د افغان کډوالو د بیا ځلی ثبت لپاره د ۲۱ مرکزونه د پرانیستلو یادونه شوې او اټکل کیږی چې ۶۰۰۰۰۰ مهاجرین به یوازی په خیبر پښتونخوا کې ثبت شی.