په کویټه کښې بیګا بیا پر پولیسو ډزې شوې دي
د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکز کویټې له عیسی نګري سیمې سره نزدې وسله والو پر یوه ډله پولیسو ډزې وکړې. د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کښې درې برید کونکي ترهګر وژل شوي او ترې زیاته اندازه وسله هم ونیوی شوه.
د پاکستاني سرچینو د رپورټ له مخې د کویټه ښار عیسی نګري سیمې ته څیرمه نامعلومو وسله والو پر یوه ډله پولیسو ډزې وکړې چې په ځواب کښې سمدستي ګڼ پولیس ځواکونه سیمې ته ولیږدول شول.
امنیتي سرچینې وايي چې پولیسو د عیسی نګري چاپيره سیمه کلابنده کړه او بیا یې له ترهګرو سره سخته مقابله پيل کړه. په دغه نښته کښې درې ترهګر هلاک شول او پولیس د هغوي پټنځي ته ننوتل.
د ترهګرو له مرکز څخه دوه کلاشینکوفې، یوه تمانچه او پنځه کلوګرامه چاودونکي توکي نیول شوي او د ترهګرو لخوا استعمالیدونکی یو موټر سایکل هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.
د بلوچستان صوبې اعلی وزیر نواب ثناء ا... زهري د ترهګرو خلاف د پولیسو له دغو عملیاتو ډاډ ښودلی او هغه یې وستایل.