د ترهګرو ځالې په پاکستان کښې دي
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پیپلز پارټۍ عمومي منشي وویل: د حقاني په شمول د ترهګرو ډلو پټنځي د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې موجود دي.
بسم ا... خان کاکړ مونږ ته په یوه مرکه کښې زیاته کړه چې د ترهګرو ډلو مشران او غړي د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې ښه په آزاده تګ راتګ کوي او د حملو لپاره افغانستان ته لیږل کیږي.
هغه څرګنده کړه: پاکستان هم د امریکې په اجازهع تندلارو او ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده.
د افغانستان د سیاسي چارو دغه کارپوه وویل: پاکستان په سیمه کښې د امریکې د استعماري سیاستونو اجرا کونکی دی او په همدې وجه په پاکستان کښې د مجریه او قضائیه قوو او پوځ په شمول هیڅ ارګان د دغه هیواد د ملي ګټو په فکر کښې نه دی بلکې تل یې د خپلو شخصي او د امریکې د ګټو په لاره کښې کوشش کړی دی.
کاکړ صیب د افغانستان په جنګ کښې د امریکې پوځي سټراټیجي ماته خوړلې وبلله او څرګنده یې کړه: امریکې په افغانستان کښې د شتون لپاره د ترهګرو ډلو د ځپلو او له نشه ایزو توکو سره د مبارزې په پلمه پر دغه جنګ ځپلي هیواد حمله وکړه څو پر ټولې سیمې تسلط پیدا کړي او د افغانستان او مرکزي آسیا ترځمکې لاندې زیرمې ولوټي.