کراچۍ کښې په ډزو کښې څلور کسان وژل شوي دي
Jul 18, 2017 10:20 Asia/Kabul
د پاکستان د سند صوبې په مرکز کښې د نامعلومو کسانو په حمله کښې څلور تنه ووژل شول.
د سحر چینل د اردو څانګې د خبر له مخې دغه څلور کسان بیګا په کراچۍ ښار کښې د وسله والو کسانو په ډزو کښې وژل شوي دي.
تراوسه هیچا د دغې حملې پړه نه ده منلې.
بل خبر دا چې د پاکستان امنیتي ځواکونو پرون په کراچۍ کښې له ترهګرو ډلو سره د ملګرتیا په تور له لسو زیات کسان نیولي دي.
ټیګونه