پاکستاني پوځ په خیبر-۴ عملیاتو کښې اته ترهګر ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i52282-پاکستاني_پوځ_په_خیبر_۴_عملیاتو_کښې_اته_ترهګر_ووژل
د پاکستان جنګي الوتکو د دغه هیواد د شمال لویدیځ په خیبرپښتونخوا صوبه کښې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2017 10:33 Asia/Kabul
  • پاکستاني پوځ په خیبر-۴ عملیاتو کښې اته ترهګر ووژل

د پاکستان جنګي الوتکو د دغه هیواد د شمال لویدیځ په خیبرپښتونخوا صوبه کښې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا صوبې په تیراه سیمه کښې د خیبر-څلور عملیاتو په دوام کښې د ترهګرو پر پټنځیو برید وکړ چې پکښې اته تنه داعشي ترهګر هلاک شول.

په دغو عملیاتو کښې همداشان د داعش تکفیري ډلې درې غړي زخمي شول او ځیني سنګرونه یې هم وران شول.

د پاکستان پوځ د ترهګرو خلاف د ضرب عضب او رد الفساد عملیاتو نه علاوه د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې د خیبر تر عنوان لاندې نوي عملیات پیل کړي دي.