پاکستان یوه امام خمینی ته اړتیا لری
د پاکستان د ورځ په ورځ کمزورتیا او بې ثباتۍ علت په هیواد د مدیریت کمزورتیا ده چی تل په امریکا تکیه لری ، چی اوس یوه اساسی بدلون ته اړتیا لری .
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د یو ستر اسلامی او په عین حال کې ایټمی هیواد پاکستان له راز راز داخلی او بهرنیو دسیسو سره مخامخ دې .
له یوې خوا د هغه ختیځ او لویدیځ ګاونډیان یعنی هندوستان او افغانستان هغه له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ او په دغو هیوادونو کې په لاس وهنې تورنوی ، په دې ډول چی اوس د ټرمپ او د امریکا کانګرس هم پاکستا ن ته مالی او پوځی مرستې له ترهه ګرو ډلو له ملاتړ ختمولو پورې مشروط کړی دی او حتی ټرمپ د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په اپوټه د کشمیر د مسلې په ارتباط له هندوستان ملاتړ کړی دی ، له بل پلوه هم پاکستان له اقتصادی او سیاسی کړکیچ سره مخامخ دې ، او د نواز شریف د واکمنې کورنۍ د درغلۍ دوسیه په ستره محکمه کې څیړل کیږی او د دولت د مخالفو سیاسی ګوندونو او د دغه هیواد د حقوق پوهانو د اتحادیې له خوا د نوازشریف د استعفا لپاره دباونه زیات شوی دی .
د حقوق پوهانو اتحادیې نن په درست هیواد کې کاربندیز اعلان کړی دی او درستو حقوق پوهانو له کاره لاس اخیستلې دې . خو د مسلم لیګ واکمن ګوند او د دولت پلوی ځینې ګوندونه د نواز شریف پرضد د مالی درغلۍ دوسیه یوه دسیسه بولی او نواز شریف هم په ټینګار سره ویلی دی چی استعفا نه ورکوی . بلکې د هغه په وینا پعه ستره محکمه کې به دغه حقوقی جنګ وګټی .
پاکستان په عین حال کې چی له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن دې له ترهه ګرۍ پخپله هم کړیږی . هر وخت پکې خطرناکې او وحشیانه ترهه ګرې حملې ترسره کیږی .
دا چی یو ستر اسلامی او په عین حال کې ایټمی هیواد پاکستان ولې له داسې وضعیت سره مخامخ دې ، مونږه د ټیلی فون په لیکه په دې اړه د پاکستان دپوځ د پخوانی مشر او ستراتیجیکو مطالعاتو موسسې له مشر متقاعد جنرال مرزا اسلام بیګ نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل له بده مرغه د دغه هیواد له خپلواکۍ د اویا کلونو په تیریدا سره تراوسه هم په حقیقی معنا دغه هیواد خپلوا کی نده ترلاسه کړی . هغه له ایران حتی افغانستان سره د پاکستان د پرتله کولو په ترڅ کې وویل ایران چی د زرګونو کاله تاریخ لری د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د هغه اصلی هویت دغه هیواد ته ورستون شو او نن په همدغه خپل تاریخی او مذهبی هویت سره توانیدلې دې د امپرالیزم او نړیوال استکبار په وړاندې ودریږی او خپل بیرغ پورته کړی . د جنرال اسلم بیګ په وینا هغه یوازنې هیواد چی نن یې د نړۍ زبر ځواک یعنی امریکا له چیلنج سره مخامخ کړی ده ، ایران دې چی په خپلو خلکو ، عقایدو او مشرانو په تکیې سره د امریکا زور وینه نه منی .
اسلم بیګ وویل حتی افغانستان هم د پاکستان په نسبت ډیر مذبوت دې .
د هغه په وینا د پاکستان د ورځ په ورځ کمزورتیا او بې ثباتۍ علت په هیواد د مدیریت کمزورتیا ده چی تل په امریکا تکیه لری ، چی اوس یوه اساسی بدلون ته اړتیا لری .
د پاکستان تکړه سیاستوال ښاغلی بسم ا... خان کاکړ هم مونږ ته په دې باره کې وویل د پاکستان هغو داخلی او بهرنیو چیلنجونو او مشکلاتو ته په پام سره وویل د پاکستان قضاییه ، مجریه او مقننه قواوې او حتی پوځ تل د لویدیځ استعمار په خدمت کې دی . د هغه په وینا دغه اورګانونه تل په خپلو او د استعماری قدرتونو په ګټو فکر کوی او هیڅ وخت یې ملی او د خلکو ګټو ته پام ندې کړی .
ښاغلی کاکړ همداراز وویل هغه درست کسان چی د پاکستان د نظام مشری کوی د اصلاح کیدو ندی . د بسم ا... خان کاکړ په وینا پاکستان یوه امام خمینی رح ته اړتیا لری چی په دغه هیواد کې نظام سم او انقلابی اصلاحات رامینځته کړی .
عاشق حسین طوری