پاکستان خارجه وزارت ته د هند مرستیال کاردار وغوښته
Jul 20, 2017 11:35 Asia/Kabul
چی د هند لخوا په ملکیانو او عامو خلکو حملې غیر قانونی او د انسانی ارزښتونو په خلاف کار دی
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان خارجه وزارت په یوې بیانیې کې ویلی دی چی په اسلام اباد کې د هند سفارت د مرستیال شارډیز افیر راغوښتل په کنټرول کرښه کې د هندی عسکرو د وروستیو ډزو په اعتراض کې شوی دی . په دغه بیانیه کې راغلی دی چی د هند لخوا په ملکیانو او عامو خلکو حملې غیر قانونی او د انسانی ارزښتونو په خلاف کار دی .
د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندی عسکرو د نهې ورځې په ډزو کې د یوې میرمنې په شمول لږ تر لږه دوه پاکستانی ښاریز مړه او دیارلس ژوبل شوی وو .
ټیګونه