د پاکستان لخوا د امریکا د خارجه وزارت د راپور ردیدا
امریکا له هماغه لومړۍ ورځ چی په افغانستان یې حمله کړی ده ، له دې خبره ده چی د جنګ جرړه په پاکستان کې ده خو امریکا په دغه موضوع سترګې پټې کړی دی
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزارت وایی هیواد یې له ترهه ګرۍ د خپلې خاورې د بشپړه پاکولو لپاره ژمن او هوډمن دې . د پاکستان د خارجه وزارت د ویندوی نفیس زکریا په وینا چی د خبریالانو په ټول کې یې خبرې کولې وویل اسلام اباد په افغانستان کې د امنیت او ثبات غوښتونکې دې . هغه زیاته کړه د افغانستان مسله هیڅ پوځی حل لاره نلری ، په دې اساس پاکستان به د امنیت د تامینولو او تفاهم د رامینځته کولو لپاره خپل رول او هلوځلو ته دوام ورکړی . نفیس زکریا جوته کړه د حقانی شبکې څو مشران په افغانستان کې هلاک شوی دی . د هغه په وینا نړیوالو او امریکا هم له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او مخنیوی لپاره د پاکستان هلې ځلې تایید کړی دی .
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی همداراز وویل په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې بلوه روانه شوه او په همدې دلیل په دغه هیواد کې ترهه ګرۍ زیاته شوی ده .
دا په داسې حال کې دی چی دافغانستان د خارجه وزارت ویندوی شکیب مستغنی هم په یوه مرکه کې ویلی دی د سیمې هیوادونه او نړۍ باید په یو غږ پاکستان په دغه هیواد کې د ترهه ګرو د مرکزونو د له مینځه وړلو لپاره تر دباو لاندې راولی .دا په داسې حال کې دی چی د امریکا خارجه وزارت هم د ترهه ګرۍ په اړه په خپل کلنیز راپور کې چی دوه ورځې مخکې خپور شوی وو ، ویلی دی چی طالبان او حقانی شبکه هماغه راز د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه او مرکزونه لری او له همدغه هیواده په افغانستان کې په امریکایی او افغان عسکرو باندې حملې کیږی ، اوس دا پوښتنه مطرح ده او ډیره تکراری شوی هم ده چی که د جنګ جرړه په پاکستان کې ده او امریکا چی ۱۷ کاله کیږی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې شعار ورکوی او په همدې پلمه یې په افغانستان لشکر کشی کړی ده او په خپل تاریخ کې په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره تش په نامه تر ټولو ستر جنګ ته دوام ورکوی ، ایا واقعا ورته پته نشته چی د جنګ د اوږدیدا علت څه دې ؟جرړه یې چیرته ده ؟حتی دا پوښتنه څو هغو امریکایی عسکرو چی په افغانستان کې یې څو کاله تیر کړی وو ، له ټرمپ سره په کتنه کې هم مطرح شوی ده چی په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره د امریکا جنګ ولې ۱۷ کاله اوږد شو ؟
تهران راډیو د پاکستان د خارجه وزارت د ویندوی د دغو څرګندونو په اړه چی ویلی یې دی پاکستان په افغانستان کې د امنیت او ټیکارو غوښتونکې دې ، د ټیلی فون په لیکه د افغانستان د پارلیمان د فعال غړی ښاغلی نادر خان کټوازی نظر وپوښته چی هغه د نفیس زکریا د څرګندونو د ردولو په ترڅ کې وویل د افغانستان د جنګ او ناامنۍ جرړه په بشپړه روښانه ده چی په پاکستان کې ده او له دې انکار نشی کیدلې . کټوازی زیاته کړه امریکا له هماغه لومړۍ ورځ چی په افغانستان یې حمله کړی ده ، له دې خبره ده چی د جنګ جرړه په پاکستان کې ده خو امریکا په دغه موضوع سترګې پټې کړی دی که دا سترګو پټول نه وای نو جنګ به ختم شوی وو . د کټوازی په وینا اوس چی امریکا لږه جدی شوی ده او پاکستان له طالبانو او حقانی شبکې په ملاتړ تورنوی ، علت یې هم له روسیې سره نږدی کیدا ده . هغه جوته کړه چی د افغانستان جنګ د قدرتونو او یو نیابتی جنګ دې او هر هیواد چی په دغه جنګ کې شامل دی ، خپل خاص هدفونه لری ، امریکا سیمه ایز او نړیوال هدفونه لری او غواړی چی د سیمې د هیوادونو په کمزوری کولو سره خپله سلطه پیاوړی کړی او پاکستان هم غواړی چی د ډیورینډ کرښه په رسمیت وپیژندل شی ، قبایلی سیمې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د ترهه ګرو د بشپړه جرړه ویستلو په پلمه په بشپړه ونیسی او له پاکستان سره یې یو ځای کړی او دغه کار لپاره بهترینه لاره د ترهه ګرۍ رامینځته کول بولی .
عاشق حسین طوری