د پاکستان سترې محکمې د پاناما دوسیې فیصله خوندی کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i52422-د_پاکستان_سترې_محکمې_د_پاناما_دوسیې_فیصله_خوندی_کړه
د دغه ګډ تحقیقاتی ټیم د راپور په اساس د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د غړیو په ژوند او معلوم درامد کې ډیر توپیر دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2017 11:03 Asia/Kabul
  • د پاکستان سترې محکمې د پاناما دوسیې فیصله خوندی کړه

د دغه ګډ تحقیقاتی ټیم د راپور په اساس د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د غړیو په ژوند او معلوم درامد کې ډیر توپیر دې .

 

زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی چی د پاکستان د سترې محکمې د ګډ تحقیقاتی ټیم د راپور له بشپړیدا وروسته پرله بسې پنځمه ورځ د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د غړیو په ارتباط د وکیلانو دلایل واوریدل او نن یې فیصله خوندی او اعلان یې وکړ چی دا فیصله به په مناسب وخت اعلان کړی .

د مئ په دریمه نیټه سترې محکمې د پاناما لیکس د پلټنې لپاره درې کسیز ټیم جوړ کړ چی پکې قاضی اعجاز فضل ، قاضی عظمت سعید او قاضی اعجاز الاحسن شامل دی .

د پاناما دوسیې په ارتباط د تحقیقاتو لپاره  د اپریل په ۲۰ د سترې محکمې په حکم یو ګډ تحقیقاتی ټیم جوړ شو  چی دغه تیم له دو میاشتو پلټنو وروسته د جولای میاشت په ۱۰ خپل راپور وړاندې کړ .

د دغه ګډ تحقیقاتی ټیم د راپور په اساس د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د غړیو په  ژوند او معلوم درامد کې ډیر توپیر دې .

د دغې دوسیې په بیا سپړلو کې عدالت وویل چی د نواز شریف کورنۍ به د کورونو مالکیت ثابتوی .

د یادولو ده چی په دغه دوسیه په پاکستان کې سیاسی حالات ډیر ګرم دی او د دولت مخالف ګوندونه د نواز شریف د استعفا غوښتنه کوی خو نواز شریف د اپوزیشن غوښتنه رد کړی ده .