په کراچۍ کې په پولیسو ترهه ګر برید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i52430-په_کراچۍ_کې_په_پولیسو_ترهه_ګر_برید
په کراچۍ کې په یوه ترهه ګره حمله کې څلور کسان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2017 15:32 Asia/Kabul
  •  په کراچۍ کې په پولیسو ترهه ګر برید

په کراچۍ کې په یوه ترهه ګره حمله کې څلور کسان ووژل شول.

 

د ډان نیوز د راپور له مخې د کراچۍ په کورنګي سیمه کې دارالعلوم ته نزدې د پولیسو په ګاډي نامعلومو کسانو برید وکړ چې له امله یې درې پولیس او یو دولس کلن هلک ووژل شول.

د دغه سیمې د پولیسو  ایس پی  عارف اسلم  د عوامي کالونۍ د پولیسو دګزمې په ګاډي دغه حمله تایید کړې ده .

په ډزو کې په وژل شویو کسانو کې یو افسر او دوه عام پولیسو دي. په دغه برید کې په لاره تیریدونکی یو پینځلس کلن هلک ژوبل هم شو.

 ژوبل هلک روغتون ته وړل شوی او حالت یې ښه دی.