په کراچۍ کې په پولیسو ترهه ګر برید
Jul 21, 2017 15:32 Asia/Kabul
په کراچۍ کې په یوه ترهه ګره حمله کې څلور کسان ووژل شول.
د ډان نیوز د راپور له مخې د کراچۍ په کورنګي سیمه کې دارالعلوم ته نزدې د پولیسو په ګاډي نامعلومو کسانو برید وکړ چې له امله یې درې پولیس او یو دولس کلن هلک ووژل شول.
د دغه سیمې د پولیسو ایس پی عارف اسلم د عوامي کالونۍ د پولیسو دګزمې په ګاډي دغه حمله تایید کړې ده .
په ډزو کې په وژل شویو کسانو کې یو افسر او دوه عام پولیسو دي. په دغه برید کې په لاره تیریدونکی یو پینځلس کلن هلک ژوبل هم شو.
ژوبل هلک روغتون ته وړل شوی او حالت یې ښه دی.
ټیګونه