امریکا پاکستان ته د تیر کال پوځي مرسته نه ورکوي
Jul 22, 2017 03:15 Asia/Kabul
د پينټاګان ویاند اعلان وکړ چې واشنګټن، له حقاني شبکې او طالبانو سره په مبارزه کښې د پاکستان د ناکافي کوشش په وجه د ۲۰۱۶ مالي کال پاتې مالي مرسته دغه هیواد ته نه ورکوي.
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د امریکې د دفاع وزارت ویاند ایډم سټامپ پرون وویل: دې ټکي ته په پام سره چې د امریکې دفاع وزیر جیمز ماتیس په کانګرس کښې اعلان کړی چې اسلام آباد له حقاني نیټ ورک سره د مقابلې لپاره پوره اقدام نه دی کړی نو په دې وجه به پينټاګان د ۲۰۱۶ کال لپاره پوځي مالي مرسته پاکستان ته ور نه کړي.
خبر زیاتوي، دا پریکړه هغه مهال کیږي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان خلاف د لاسختې کړنلارې د غوره کولو نیت لري.
دا وړومبی ځل نه دی چې پینټاګان له پاکستان سره د پوځي مرستې د ځنډولو یا بندولو پریکړه کوي.
ټیګونه