د نواز شریف د صلاحیت ردیدا ته یوه کتنه
نواز شریف چی هر څه وو ، یوازنې سیاستوال وو چی د پوځ په مخ کې به دریده او له هند سره د ښو سیاسی او اقتصادی اړیکو غوښتونکې وو او همداراز په افغانستان او د نورو هیوادونو په چارو کې د پوځیانو د لاس وهنې مخالف وو نو ځکه د پوځ په وړاندې یو ستر خنډ حسابیده .
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم له یوې خوا له لومړی وزارت او ملی پارلیمان له غړیتوبه د نواز شریف لیری کول چی د اساسی قانون د ۶۲ او ۶۳ مادو په اساس د پاکستان د سترې محکمې د د ۵ قاضیانو له لوری ترسره شو ، دا پوښتنه مطرح مطرح کړی ده چی ایا د نواز شریف صلاحیت موقته سلب شوی یا د تل لپاره ؟چی په دې اړه د سترې محکمې د پخوانی مشر افتخار محمد چودری په شمول د سترې محکمې پخوانیوقاضیانو او حقوقی کارپیژاندو ولی دی چی که د ۶۳ مادې په اساس څوک رد صلاحیت شی او ځان اصلاح کړی نو بیا د سیاست ډګر ته ورداخلیدلې شی ، خو که د اساسی قاون ۶۲ ماده ګونګه ده . په دې اساس د افتخار چودری یا د پاکستان د پخوانی لوی څارنوال طارق کهوکهر په شمول ځینې حقوق پوهان په دې باور دی د ۶۲ مادې په اساس نواز شریف نور صادق او امین نه وو او د تل لپاره یې صلاحیت سلب شوی دی . له بلې خوا د عابد حسین منټو په شمول د پاکستان ځینې مشهور حقوقو پوهان بیا وایی چی د نواز شریف د صلاحیت د ردولو په اړه د سترې محکمې فیصله ډیره کمزوری وه ،د هغه په وینا په داسې حال کې چی ځانګړی تحقیقاتی کمیټۍ چی د نواز شریف د مالی درغلۍ د دوسیې په اړه یې تحقیقات کړی دی او سترې محکمې ته یې راپور وړاندې کړی وو ، او پکې یې سترې محکمې ته د جالی سندونو وړاندی کول ، د قطر د شاهزاده افسانوی لیک ، اخیستل شوی اپارتمانونه ، د نواز شریف او د هغه د بچیانو په وسیله په پلټونو کې نه قانع کونکی ځوابونه او داسې نور ډیر درنده تورونه لګیدلی وو ، خو د دغو تورونو په ځای یو ډیر کمزوری دلیل چی کوندې نواز شریف د یوه اماراتی شرکت مشر وو او لس زده درهمه تنخوا یې ترلاسه کړی ده ، او هغه یې د ۲۰۱۳ کال د انتخاباتو لپاره د نوم د ثبتولو په وخت نه وو ښودلی چی نواز شریف هم وایی اصلا دغه لس زره درهم یې ندی ترلاسه کړی ، نو ځکه یې د ذکر کولو اړتیا نه در لوده ، خو ستره محکمه وایی هغه حقوق چی ورکول یې واجب وی که واخیستل شی یا وانخستل شی ، شتمنی حسابیږی . سترې محکمې هغه ستر تورونه چی د ځانګړی ټیم لخوا په نواز شریف او د هغه په بچسانو لګیدلی دی ، د ملی احتساب ادارې یعنی نیب ته وړاندی کړی دی څو په محکمه کې بیا تعقیب شی .مونږه د ټیلی فون په لیکه په دې اړه د پاکستان د سنا د غوی زاهد خان نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې د پاکستان د مسلم لیګ د مهم مشر او د ریلوې د پخوانی وزیر سعد رفیق دغو څرګندونو ته په اشارې سره چی ویلی یې دی د نواز شریف محاکمه یوه سیاسی او په عین حال کې د یوې نړیوالې دسیسې په توګه ترسره شوی ده او دا چی نواز شریف یمن ته د عسکرو له ورلیږلواو له قطر سره د اړیکو له ختمولو سره د مخالفت په دلیل سزا شوی دی ، وویل د نواز شریف محاکمه د اساسی قانون د ۶۲ مادې په اساس شوی ده ، په داسې حال کې چی دا ماده د جنرال ضیاالحق په وسیله چی د هغه په وینا یو دیکتاتور وو ، د خپلو ذاتی ګټو لپاره په اساسی قانون کې ورځای شوی وه . د زاهد خان په وینا د نواز شریف د لیری کولو قضییه مشکوکه ده او داسې ښکاری چی پوځ د دغې قضیې تر شا دې . خو د پاکستان تکړه حقوق پوه لطیف افریدی په دې اړه مونږ سره په ټیلی فونی خبرو کې وویل د سترې محکمې دا اقدام په حقیقت کې د سیاست او جمهوریت ماته او د پوځیانو بریالیتوب دې . هغه زیاته کړه که څه په نواز شریف د مالی درغلی تورونه سم دی ، خو په پاکستان داسې څوک دی چی غل نه وی ؟که مقرره شی چی په پا کستان د غلې په خاطر د چا صلاحیت رد شی نو په دولت او د پوځ جنرالان به بیا ټول په خپل ځای نه وی . د لطیف افریدی په وینا ، نواز شریف چی هر څه وو ، یوازنې سیاستوال وو چی د پوځ په مخ کې به دریده او له هند سره د ښو سیاسی او اقتصادی اړیکو غوښتونکې وو او همداراز په افغانستان او د نورو هیوادونو په چارو کې د پوځیانو د لاس وهنې مخالف وو نو ځکه د پوځ په وړاندې یو ستر خنډ حسابیده .
عاشق حسین طوری