طاهر القادري د څنګته شوي وزیراعظم ورور قاتل وباله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53066-طاهر_القادري_د_څنګته_شوي_وزیراعظم_ورور_قاتل_وباله
د پاکستان د عوامي تحریک مشر د دغه هیواد د څنګته شوي وزیراعظم نواز شریف د ورور شهباز شریف په قاتل بللو سره د هغه له وزیراعظم جوړیدو سره خپل څرګند مخالفت وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 30, 2017 15:08 Asia/Kabul
  • طاهر القادري د څنګته شوي وزیراعظم ورور قاتل وباله

د پاکستان د عوامي تحریک مشر د دغه هیواد د څنګته شوي وزیراعظم نواز شریف د ورور شهباز شریف په قاتل بللو سره د هغه له وزیراعظم جوړیدو سره خپل څرګند مخالفت وکړ.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې طاهر القادري نن زیاته کړه: شهباز شریف په قتل تورن دی او د وزیراعظمۍ د څوکۍ لپاره د هغه معرفي کول د پاکستان په خلکو ملنډې وهل دي.

القادري زیاته کړه: په قتل یو تورن کس به د پاکستان د پرمختګ پرځاې د هغه د نابودۍ سبب شي او په هیواد کښې د داسې یو کار اجازه نه ده ورکول پکار.

د پاکستان د عوامي تحریک مشر همداشان وویل چې د هیواد د سترې محکمې یو لوړرتبه قاضي باقر نجفي، شهباز شریف د لاهور د ماډل ټاون په پيښه کښې د خلکو په قتل تورن دی او د نواز شریف د ځاې ناستي په توګه د واکمن ګوند لخوا د هغه معرفي د پاکستان د ټولو خلکو سپکاوی دی.

د پاکستان د لاهور د ماډل ټاون پیښه دوه کاله مخکښې د عوامي تحریک ګوند د پلویانو او د پاکستاني پولیسو ترمینځ په نښتې سره رامینځته شوه چې پکښې ۱۴ کسان ووژل شول.