د عربستان د شیعیانو وژله دې سمدستي بنده شي
Aug 10, 2017 14:54 Asia/Kabul
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مرستیال عمومي منشي د عربستان په قطیف ولایت کښې په العوامیه سیمه کښې د شیعیانو وژله وغندله.
ناصر عباس شیرازي له آل سعوده وغوښتل چې د عربستان په ختیځ کښې د العوامیه سیمې د شیعه مسلمانانو وژله بنده کړي.
هغه له ترهګرو ډلو د آل سعود واکمنانو ملاتړ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې عربستان العوامیه سیمه کلابنده کړې ده او سلګونه تجارتي مرکزونه یې له خاورې سره سم کړي دي.
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین د عمومي منشي مرستیال همداشان وویل: عربستان د ترهګرۍ اصلي ملاتړی دی چې د امریکې د یو عامل په توګه له داعشه ملاتړ کوي.
ټیګونه