د پاکستان د بلوچستان صوبې داخله وزیر ترهه ګره حمله وغندله
Oct 06, 2017 04:02 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټی په دغه صوبه کښې پرونۍ ترهه ګره حمله وغندله
د اېرنا د رپوټ له مخې سرفراز بګټی له امنیتی ځواکونو وغوښتل د حمله کونکو د پېژندګلۍ او نیولو لپاره دې کوشش وکړی.
هغه وویل، دغه ځان وژونکې حمله د فتح پور شریف د زیارتګاه د ننوتلو په دروازه کښې وشوه او یرغلګر غوښتل چې د دغې زیارتګاه د زائرینو ترمېنځ ځان وچاوی چې د پولیسو او امنیتی ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شو.
ټیګونه